سرور دانش نن او پرون: احمد شاه دراني او شاه امان الله خان ته درناوی لرم 

روهي (دوه ني/۳۱ د وږي)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش پرون باميانو ولايت کې له احمد شاه بابا نېولې بيا تر سردار محمد داود خان پوري د افغانستان ټول ټولواکان ديکتاتوران، طالبانو سره يو شان او انحصار کوونکي بللي وو، چې پر ټولنيزو رسنيو يې سخت غبرګونونه هم راپورته کړل. 

نن ورځ نوموړي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې ورځې په اړوند يوې ناسته کې وينا کړې او ويلي  دي چې د نوي افغانستان بنسټګر احمد شاه دراني او شاه غازي امان الله خان ته درناوي لري. 

نوموړي ويلي دي چې له تېرې ورځې زما د خبرو موخه د جمهوريت، شاهي او امارت نظامونو پرتله وه، نه کومه قومي او د شخصيتونو په اړه. دانش ويلي دي چې اوسني وخت کې هغه نظام چې د ټولو خلک حقوق په کې خوندي کيږي جمهوري نظام دی. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې طالبانو ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان په نظام کې يوازې په حنفي فقه وي. دانش ويلي دي چې مونږ حنفي فقې ته درناوی لرو او کوم تضاد ور سره نه لرو، خو دا په دې مانا ده چې بايد افغانستان کې يوازې پر حنفي فقه وړاندې لاړ شو.