سرور دانش دې لومړی دا پنځه پوښتنې ځواب کړي بيا دې احمد شاه بابا، غازي امان الله خان او سردار داود خان ته دیکتاتوران ووايي 

د ولسمشر دويم مرستيال تېره ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره باميانو ته تللی وو او هلته يې په څرګنده وویل، چې له احمد شاه بابا نیولې بيا تر سردار داود خان پوري نظامونه او حکومتونه دیکتاتورانه او ظالمانه وو، حقوق په کې نه وو پېژندل شوي، ميراثي وو، د محمدزيو او سدوزيو په نوم دوه قومونه په واک کې وو او په نورو يې سلطه چلوله. 

سرور دانش پرون ورځ په ناسته کې له خبرو وروسته يو ځل بيا خپل قومي فکر پر فېسبوک پوسټ او ويې لېکل چې له احمد شاه نېولې بيا تر سردار داود خان حکومتونو د طالبانو له امارت سره هېڅ توپیر نه درلود. 

مخکې له دې چې سرور دانش د سترو پښتنو مشرانو او د لوی افغانستان د تاريخ په اړه خبرې وکړې په لاندې مسايلو دې فکر او ولس ته ځواب ووايي:

۱- دی چې نن ورته رهبر وايي او پر دولتي موټرونو يې د هغې انځورونه ښخ کړي دي؛ هغه عبدالعلي مزاري څوک وو؟ څه يې وکړل؟ د خلکو په سرونو يې مېخونه ونه وهل؟ له افغان ميرمنو د مزاري کسانو سینې غوڅې نه کړې؟ او لسګونه نورې وحشتونه!

۲- د ولسمشر په دويم دفتر کې له درېيو تر څلور سوه کارمندان څوګ دي؟ ښاغلی دانش د دايکنډي هزاره ګان نه دي؟ د لوی کندهار، لویې پکتیا او لوی ننګرهار کوم کس په کې شتې؟ تا څومره قومي توازن پام کې نېولی؟ څومره نور قومونه درته ارزښت لري؟  که چېرې سبا په همدې حکومت کې ته نه وې، نو بیابه دغه حکومت ته هم استعبدادي وايي، دیکتاتورانه به وي؟ 

۳- ښاغلی دانش! عليپور او حکيم شجاعي څوګ دي؟ تا سره يې څه اړيکه ده؟ ولې يې له قانون خلاصوي؟ دوی په دې له قانون  دې لوړ دي چې هزاره ګان دي او تر ته هم هزاره يې؟ 

۴- د ولسمشره دويم مرستياله! د ايران په فاطمیون لښکر کې د افغان جنګياليو په شتون ولې چوپ يې؟ د ايران ګټو لپاره د افغانانو قرباني درته له هېواد سره خيانت او جنايت نه ښکاري؟ 

۵- دانشه دا وه وايه چې د محمدزيو او سدوزيو په منځ کې ستر غازي امير امان الله خان هم راځي، تا ياد دې چې غازي امير امان الله خان هغه کس وو چې هزاره ګان په رسمي ډول له غلامۍ خلاص کړل؟ هغه هم استعبدادي وو؟ 

سرور دانشه! د ولسمشر د  دویم مرستیال په توګه د افغانستان د ۲۳۰ کاله تاريخ په اړه ستا دوه درې خبرې تاريخ نه بدلوي خو ستا څېره داسې بدلوي چې تعصب په کې ښکاره کوي.  سرور دانشه! ستا تعصبي څرګندونې ولس نه درسره مني، ښه خبره دا ده چې ژر او هغه هم په علني ډول بښنه غواړي.