د سولې خبرې خو د تاوتریخوالي په ډیریدو د اروپایي ټولنې اندېښنه

روهي(دوه نۍ/۳۱وږي)، اروپایي ټولنې افغانستان کې د جګړو په تېزیدو د او ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.


دغه ټولنه تازه په یو بیان کې وایي:"د سولې نړیوالې ورځې او د قطر په دوحه کې د بین الافغاني خبرو په هیله بخښونکي پړاو، کې اروپايي ټولنه د تاوتریخوالي د زیاتوالي او په بې کچې توګه د ډېر شمېر ولسي مرګ ژوبلې په اړه شدیده اندېښنه لري".


یادې ټولنې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی ودروي او اوربند دې ومني.


په قطر کې د بین الافغانې خبرو پر دوام په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېریدو خلک اندېښمن کړې دي او له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه کوي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200921_170135_621.sdoc-->