د سولې نړیواله ورځ او نړۍ ته د ملګرو ملتونو پیغام

روهي(دوه نۍ/۳۱وږي)، د سټمبر ۲۱ چې په نړۍ کې د سولې نړیواله ورځ نومول شوې ملګرو ملتونو نن دې همدې ورځې په پار په نړۍ کې د بشري اوربند او سولې غوښتنه کړې ده.

ددې سازمان مشر انتویو ګوتریش ددې ورځې په مناسبت په خپل خپره کړي پیغام کې ویلې، چې نړۍ تر بل هر وخت ډېر سولې او اوربند ته اړتیا لري.

د ګوتریش په وینا چې ملګرو ملتونو تل په نړۍ کې د جګړو ختمولو او د یوې سولیزې فضا د راتګ لپاره هڅه کړې؛ نوموړي په خبره د کرونا وبا پرمهال اوربند د ټولو غوښتنه ده او د نړۍ په مشرانو یې غږ چې نور دې په نړۍ کې روانې جګړې ودروي.


د سټمبر ۲۱مه له ۱۹۸۱ز کال راهیسې د ملګرو ملتونو لخوا د سولې نړیواله ورځ نومول شوې او هر کال په همدې ورځ نمانځل کېږي.

<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200921_133829_405.sdoc-->