زلمی خلیلزاد وايي که وضعیت همداسې وي ډېرې بدې پایلې به ولري

روهي( دوه نۍ/۳۱وږي)، د افعان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه په خپل ټویټ پیغام کې ویلې، چې روان وضعیت اندېښمنونکی دی او د تاوتریخوالي روانه کچه ورته د منلو نه ده.
 
داسې مهال چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات روان دي، خلیلزاد په دواړو لورو غږ کړی چې ښه به وي ترڅو تاوتریخوالی کم کړي.
 
نوموړي د دواړو خواو ترمنځ د خبرو پرمهال په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جګړو ډېریدل او د ولسي خلکو مرګ ژوبله اندېښمنونکي بللي.
 
خلیلزاد له هغه وروسته د افغان جګړې په تړاو خپله خواشني څرګندوي چې په دې وروستیو کې یې د بین الافغاني مذاکراتو پیل یو تاریخي فرصت بللی و.