سرور دانش ته! پښتنو کې قومونو کې د ستر احمد شاه بابا، امير عبدالرحمن خان او سردار داود خان غوندي ککرۍ تېرې شوې؛ نه د علي مزاري غوندې (سينې) غوڅونکي 

تېره ورځ د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش له ولسمشر محمد اشرف غني سره باميانو ولايت ته تللی وو. نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې له احمد شاه بابا درواني نېولې بيا تر سردار محمد داود خان پوري حکومتونه ديکتاتورانه او ظالمانه بللي دي. دانش ويلي چې تر ۱۳۵۷ کال پوري افغانستان کې د ۲۳۰ واکمنو حکومتونو او د طالبانو د امارت ترمنځ هېڅ توپير شتون نه درلود. 

د سرور دانش دا ډولې څرګندونې نه يوازې د پښتنو سدوزيو او محمدزيو قومونو ته توهين، سپکاوی او پرې تور لګول دي، بلکې په اوسني احساس وضعيت کې د افغانستان د قومونو ترمنځ د نفاق د تحم شېندل دي. د افغانستان د سدوزيو او محمدزوي قومونو له منځ د د ستر احمد شاه بابا، وزير محمد اکبر خان، امير عبدالرحمن خان، شاه غازي امان الله، اعليحضرت محمد ظاهره شاه، سردار محمد داود خان غوندي بچيان زږېدلي وو چې پر سيمه کې د افغانستان حيثت او اهميت په رېښتنې مانا د يو خپلواک په ډول څرګند کړی وو. د دوی د عبدالعللي مزاري په ډول نه وو چې د ايران په ملاتړ يې افغانستان کې د هزاره په نوم د يو کوچني او اقليت قوم مشري اخېستې وه او د کورنيو جګړو پر مهال يې د خلکو په سرورنو کې مېخونه وهل، له ښځو يې سينې غوڅولې او له ځوانانو به يې سترګې اېستلې. 

احمد شا بابا دراني هغه ستر امپراتور يې چې د نني افغانستان بنسټ يې کېښود، تر هند يې د افغانستان پولې درته ورسولې. امير عبدالرحمن تاسې ته درس کړ چې يوازې افغانستان خپل هېواد وګڼي او په هېوادمنۍ سمبال ووسي او د ستر شاه غازي امير امان الله خان د افغانستان هغه خپلواک وو چې له هزاره ګانو يې د پيړيو غلامۍ لېرې کړه او دوی ته يې د خپلواک ژوند چل ور زده او ور کړ. 

هغه مهال چې احمد شاه بابا، غازي امان الله، اعليحضرت محمد ظاهر شاه په افغانستان کې واک درلود، نه يوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په اکثريت هېوادونو کې د نظام ډول شاهي نظام وو او د حکومت بڼه هغه بڼه وه چې دوی په ښه ډول تمثيل کړه. 

احمد شاه بابا د هېواد د بنسټ ډبره کېښودله، غازي امير امان الله هېواد ته خپلواکي راوړه، او سردار محمد داود خان په افغانستان کې هغه لومړنی کس وو چې د جمهوريت بنسټ يې کېښوود او نن يې ته هم د جمهوريت، جمهوريت چيغې وهې.