روهي(دوه نۍ/۳۱ وږي)، د ولسي جرګې تقنیني کمېسیون وایي، غني د هېواد د ولسمشر په توګه په تېرو څو کالونو کې تر سلو ډېر غیر قانوني فرمانونه صادر کړې دي.
د دغه کمېسیون د ریس په خبره، ولسمشر هغه کارونه ترسره کوي چې باید ولسي جرګه یې ترسره کړي؛ خو د کمیسیون په وینا، چې ولسمشر غني د سولې او پارلماني چارو کې د دولت وزارتونه او د پېښو په وړاندې د دولت وزارت رامنځته کیدو ترڅنګ د سر شمېرنې ریاست او محبس اداره له وزارتونو جلا کړې، له دې سره چې دا د ولسي جرګې واک دی.
د کمېسیون د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ چې ولسمشر ۸۸ فرمانونه چې د ۱۳۹۴ کال نیولې تر ۱۳۹۷ کال پورې یې صادر کړي او د ولسي جرګې په اوولسمې دورې پورې اړه لري، په دې معلوماتو کې شامل نه دي.
د ولسي جرګې د تقنین کمېسیون رییس قاضي محمد نذیر حنفي په دې اړه وایي: "دې ته د نظر ظلم وايي؛ او ولسمشره تاسو دې ژوندی وی په دې ظلم".
د ولسمشرۍ ماڼۍ ددې ناقونونه فرمانونو په تړاو د ولسي جرګې غړو ګواښ کړی که چیرته هغه بنسټونه چې ناقانوني دي او قانوني نه شي نو دوی به یې بودیجه تایید نه کړي.
خو د ولسي جرګې د یادې ادعا په اړه د ولسمشر د ویاند مرستیالې درانۍ جاوېد وزیرۍ ویلي: " د هغو واکونو پر بنسټ چې اساسي قانون ولسمشر ته ورکړي دي له مخې یې ځينې فرمانونه د ولسي جرګې د رخصتۍ پرمهال صادر کړي او هغه ډاډ ورکوي چې ولسمشر له ملي شورا سره همکارۍ ته ژمن دی.
وروستي