پخوانی ولسمشر د سولې پر مهال د تاوتريخوالي په ډېروالي خواشيني ښوودلې 

روهي (يوه نۍ/۳۰ د وږي)،  حامد کرزي په هېواد کې د جګړې پر دوام او د تلفاتو پر زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړه وې ویل:”په دې وروستېو کې په هېواد کې د تشدد او تاوتریخوالي شاهدان یو چې زموږ هېوادوالو ته یې ګڼ شمېر ملکي او نظامي تلفات اړولي دي. وروستۍ غمجنې پېښې یې په کندز کې هوایي بمباري او په پکتیا او بلخ کې چاودنې دي چې له امله یې خلکو ته مرګ ژوبله واوښته او کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېناستې."

د حامد کرزي له دفتره رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "دغه ظالمانه کړنې په کلکو ټکو غندم او په هېواد کې په روانه تپل شوې جګړه کې له ښکېلو افغاني غاړو غواړم چې د سولې د مذاکراتو د ښه پرمختګ او کامیابي او د افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره له تشدد او تاوتریخوالي په کلکه ډډه وکړي او تر هر څه د مخه پر سراسري اوربند توافق ته سره ورسېږي.“

د يادونې ده چې تېره ورځ ملي دفاع وزارت د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې هوايي بمبار کړی او همدا ډول د طالبانو په يوې چاودنه کې د پکتيکا ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر آصف توخی ووژل شو.