امریکا کې وسله وال بریدونه؛ لسګونه خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي(یوه نۍ/۳۰وږي)، د امریکا د تاوتریخوالي د ثبت مرکز په وینا، چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ددې هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې ۵۸ وسله وال بریدونه شوې دي.


د نوموړي مرکز د مالومات له مخې، یاد بریدونه چې په راچسټر، نیویارک، شیکاګو، او اوهایو ایالتونو کې شوې دي پرمهال یې ۱۹ کسان وژل شوې او ۷۹ نور ژوبل شوي دي.


د امریکا د تاوتریخوالي اداره وایي، لا هم د یادو بریدونو په تړاو څوک نه دي نیول شوې؛ خو اټکل کیږي چې په دې هېواد کې روان تاوتریخوالی د توکم پالنې له وروستیو اعتراضونو سره تړاو لري.


په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته
کم وخت پاتې دی، ورسره جوخت وسله والو بریدونو هم زور اخیستی، چې ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200920_160057_072.sdoc-->