د « تلپاتې ارامتيا » په نامه کتاب د چاپ په ګاڼه سينګار شو!

د « تلپاتې ارامتيا » په نامه کتاب، چې تازه په تازه په کابل کې د مطالعې مینه‌والو لپاره له چاپ څخه راووت، د ایرانۍ ليکوالې ډاکتر نرګس منتظري د لیکنو او راټولونو ټولګه ده.
د دې کتاب ژباړونکي، محمد عزيز پردېس په وينا د کتاب موضوعات، سوکاله ژوند ته د رسېدو پر لارو چارو راڅرخي، چې ځوان نسل او په ځانګړي توګه تنکيو ځوانانو ته په زړه‌پورې مطالب لري.

ياد کتاب د محمد عزيز پردېس د ژباړو د لړۍ دويم کتاب دی چې چاپ کېږي.
په کتاب باندې د هېواد نوموتي ارواپوه استاد شرف الدين عظيمي او همدارنګه پياوړي څېړونکي او ليکوال مشتاق رحيم سريزې ليکلي او ياد کتاب يې د ارواپوهنې په برخه کې مهم اثر ګڼلی دی.

کتاب په کابل کې د کاکړ خپرندويې ټولنې لخوا په ۱۲۴ مخونو کې په خورا ښه کيفيت سره چاپ او بازار ته وړاندې شو.