له انساني تلفاتو وراېخوا؛ کرونا ويروس افغانستان ته ۱۸ مېلېارده افغانۍ زيان ورکړ 

روهي (يوه نۍ/۳۰ د وږي)، د هېواد ماليې وزارت وايي چې د کرونا ويروس د بحران پر مهال د افغانستان ملي عوايدو اتلس مېلېارده افغانۍ زيان کړی دی. 

ماليې وزارت وايي چې د افغانستان سوداګري له بهر هېوادونو سره د کرونا ويروس پر بنسټ تړل شوې وه چې له امله يې افغانستان اتلس مېلېارد امريکايي ډالر زيان کړی. 

د افغان حکومت د مالوتو پر بنسټ  تېر کال په همدې موده کې یې ۱۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وو خو اوس دغه شمېرې ۱۱۵ میلیارده شو دی. 

له دولتي عوايدو وراېخوا د کرونا ويروس د وبا پر مهال افغانستان کې خصوصي سکتورونو هم زيات زيان کړی دی او له دې پرته کوچنۍ کار بارونه هم زيامن شوي دي.