کندز کې هوايي بمبار: دفاع وزارت وايي چې طالبان مو وژلي؛ طالبان وايي مونږ ته زيان نه دی رسېدلی

روهي (يوه نۍ/۳۰ د وږي)، تېره ورځ افغان ځواکونو د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې هوايي بمبار کړی چې د مرګ - ژوبلې په اړه يې بېلا بېل راپورونه خپږي.

 ملي دفاع وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې بريد کې د قاري‌عبدالرزاق او مولوي‌عباس په نومونو د طالبانو د دو مشرانو په ګډون یې ۳۰ تنه طالبان ووژل او اته نور په کې ټپيان شوي دي. 

په ورته وخت کې طالبان بيا خپل تلفات ردوي او زياتوي چې په دغه برید کې دوی ته زیان نه دی رسېدلی بلکې ملکیانو ته زیان رسېدلی دی.

لوېدېوځو رسنيو بيا د سيمې د خلکو د مالوتو پر اساس لېکلي دي چې ياد بريد کې  درې ولسي وګړي وژل شوي دي او درې نور په کې ټپيان  دي. 

ملي دفاع وزارت ويلي چې  وسله والو طالبانو د خان آباد په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل چې په متقابل ځواب کې دوی طالبان په نښه کړل. 

دا بريد په داسې وخت کې شوی دی چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې له تېرې يوې اوونۍ روانې دي.