ټرمپ: موږ له هغه ځای (افغانستانه) وځو

روهي (يیوه نۍ/۳۰ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستانه د خپلو پوځيانو پر اېستلو ټېنګار کړی دی، ټرمپ ويلي دي چې د پوځيانو شمېر به ۴۰۰۰ ته راکم کړي او دا چې له ۴زرو به يې هم کم کړي. 

نوموړي ويلي دي چې د پوځيان شمېر کموي خو افغانستان کې د خپلو پوځيانو په اړه وروستۍ پرېکړه وروستۍ کوي. نوموړي همدا ډول د عراق په اړه ويلي دي چې هلته بايد د امريکايي پوځيانو شمېر څو تنو ته ورسيږي. 

د متحدو ايالتو ولسمشر د طالبانو په اړه ويلي دي چې دوی طالبانو سره خبرې او بحثونه کړي دي، ځيني ستونزې به وي خو بيا هم مونږ ۱۹ کاله افغانستان کې وو نور بايد خپل پوځيان کورونو ته ولېږو. 

ټرمپ زياته کړې، "تاسو ښايي  اورېدلي‌ وي چې له طالبانو سره مو ځینې ښه بحثونه لرلي.....پوهېږو چې ځینې مسایل به رامنځ‌ ته شي، خو موږ له هغه ځای (افغانستان) څخه وځو. ځینې مسایل باید بشپړ شي. ۱۹کاله بیخي زیات وخت دی."

د متحدو ايالتو ولسمشر د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې د طالبانو د ستاينې په اړه ويلي دي، "موږ له طالبانو سره ښه معامله کوو، دوی ډير کلک او هوښیار دي، تاسو پوهیږی چې له تیرو ۱۹کلونو جنګ دی، هغوی هم له جګړې ستړي شوي دي."

ولسمشر ټرمپ دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي، چې دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو د سولې خبرې روانې دي خو تر اوسه کومې څرګندې پايلې ته نه دي سره رسېدلي.