درې لاملونه يې په ګوته کړې دي؛ روغتيا وزير وايي چې د کرونا ويروس دويمه څپه په لار ده 

روهي (يوه نۍ/۳۰ د وږي)، عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني خبرداری ورکوي، چې د هوا سړېدل، د هوا ککړتيا او د موسومي ناروغۍ خپرېدل به د کرونا ويروس خپرېدا چټکه کړي. 

نوموړی تېره ورځ هرات ولايت ته تللی او خبرداری يې ورکړی دی چې په هېواد کې په دې وروستيو کې د کرونا ويرويس د مثبتو پېښو شمېر پورته شوی دی چې د دغه ويروس د دويمې څپې راتګ ښيي. 

روغتيا وزير زياته کړې، "د هغو احصایوي محاسبو په نظر چې ځينو اروپايي او امریکايي هېوادونو کړې ده د دې ښودنه کوي چې د کورونا ویروس شدت د ګرم فصل په پرتله په سوړ فصل کې زیاتېږي، نو پياوړ امکان شته چې موږ د کورونا ویروس له دویمې څپې سره مخامخ شو."

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتيا رئيس هم رسنيو ته ويلي دي چې دوو اوونیو راهیسې په کرونا ویروس د ککړو کسانو په شمېر کې لږ اندازه زیاتوالی راغلی دی.