پاکستان: هند په افغانستان کې د سولې غوښتونکی نه دی

روهي(اول نۍ/۳۰وږي)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وروسته یو ځل بیا ددې هېواد د اطلاعاتو وزیر اکبر حسین دراني ادعا کړې چې هند له ټولو لارو هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر تخریب کړي.


د نوموړي په وینا، چې پاکستان تل په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري کړې، خو په خبره یې هند په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی نه دی.


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر داسې مهال د افغان سولې په تړاو، د هند په رول نیوکه کوي چې ویل کیږي تازه د هندي چارواکو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه لیده کته شوې دي؛ خو لا هم دواړو خواو په دې تړاو څه نه دي ویل شوې.


پاکستان او هند چې د کشمیر په جنجالي سیمه سخته دوښمني سره لري تل د افغانستان په مسایلو کې پر یو او بل توندې ادعاوې کوي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200920_083510_102.sdoc-->