روهي(اول نۍ/۳۰ وږي)، د افغان سولې پروسې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، بین الافغاني خبرې باید په افغانستان کې د تل پاتې سولې سبب وګرځي.
د نوموړي په خبره، چې امریکا په افغانستان کې د سولې خبرو ته لار هواره کړه او نور پکاره ده، چې افغانان له دې چانس ګټه ترلاسه کړي او د سولې روانې خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.
خلیزاد زیاتوي، چې افغانان دې نور د جګړې د دوام ملامتیا په امریکا نه اچوي او د سولې روان فرصت دې له لاسه نه ورکوي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلې، په خپلو تعهداتو ولاړ دي او که طالبان په خپلو ژمنو عمل و نه کړي، نو امریکا هم په هوکړه عمل نه کوي او امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200920_072141_067.sdoc-->
وروستي