افغان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ پچه اچونه ترسره شوه؛ دا لوبې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پیلیږي.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاو سیالیو ترسره کیدو لپاره پچه اچونه پرون په کابل کې ترسره شوه، چې ټولو ټیمونو ته خپل سیالان ور وپېژندل شول.
شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موج های آمو، د سپین غر بازان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش هغه اته لوبډلې دي چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې ګډون لري؛ چې د نهم پړاو لومړی لوبه به یې د طوفان هریرود او سپین غر بازانو ترمنځ په لوبې سره پیل شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر نهم پړاو غوره لیګ د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو د پیل په هدف ګڼي او وایي سږ کال لوبې به د حکومت په ملاتړ ترسره شي.
د افغانستان فوټبال غوره لیګ چې له تیرو اتو کالونو راهیسې ترسره کیږي د تېر په څیر، دا سیالۍ به یو ځل بیا د طلوع او لمر تلویزیونونو لخوا خپریږي..