روهي (نۍ/۲۹ د وږي)، نن ورځ پکتيکا ولايت کې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت پر آمر آصف توخی پسې چاودنه شوې چې دی په کې وژل شوی او يیو شمېر نور ټپيان شوي دي.
ذبيح الله مجاهد په ټوېټر لېکلي دي، "نن سهار د پکتیکا یحی خیلو ولسوالۍ اته خونه سیمه کې د دښمن په هغه قوه چاودنې او بریدونه وشول، چې دمجاهدینو په ضد دعملیاتو په نیت راوتلې وه.
د امنیت آمر اصف توخي او ۸ تنه عسکر قتل، د خاصې قطعې قومندان خانزاده کاروان په شمول ۵ نور ژوبل شول او ۴ ټانګونه یې له منځه لاړل. "
له بلې خوا د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اصف توخی پر مړينې خواشيني ښوودلې ده. عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیکا د امنیت امر او په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي محترم حمیدالله توخي زوی، اصف خان په یوه ترورستي پېښه کې په شهادت رسېدلی دی.
انا لله وانا الیه راجعون!
اروښاد اصف خان د ملي امنیتي ځواکونو د لیکو یو غښتلی او پياوړی سپاهي و، چې کلونه کلونه یې د هېواد د دښمنانو په مقابل کې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړه. هغه په مېړانه سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د تامین لپاره هڅې وکړې او بلاخره په دې لاره کې یې خپل سر نذرانه کړ. شهادت یې مبارک شه.
زه ګران ورور حمیدالله توخي، د هغه درنې کورنۍ، دوستانو او د زابل ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم. شهید ته له پاک رب نه د جنت فردوس دعا کوم."
د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح هم ويلي دي چې اصف توخی يې له نېږدې پېژندلو او د طالبانو له خوا د نوموړي وژل يې جنايت بللی دی.
د يادونې ده چې نن ورځ په يو بل بريد کې د پکتيا ولايت د ولايتي شورا مرستيال هم ووژل شو، خو طالبانو يې تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.
وروستي