کورنیو چارو وزارت، په کابل کې د هدفي وژنو پلان جوړنې مرکز کشف کړی

روهي(نۍ/۳۰وږي)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې پولیسو یې تېره ورځ کابل کې د استوګنې په یوه کور عملیات ترسره کړې، چې په پایله کې یې د هدفي وژنو د پلان جوړونې یو پټنځای موندلی دی.

د وزارت په وینا، له یاد پټنځای یې ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ مقناطیسي بمونه او ۸۵۰ مېتره ثانیه سوځوونکي فیلتې ترلاسه کړې دي.

کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په کابل کې د هدفي وژنو مرکز د کشف خبر ورکوي، چې تېره ورځ په دې هېواد کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې په کابل کې د چادونو او هدفي وژنو په تړاو، خپلو اتباعو ته د جدي امنیتي تدابیر سپارښتنه کړې وه.

کابل چې په دې وروستیو کې پکې د امنیتي پیښو ترڅنګ، هدفي وژنې ډیرې شوې دي اوسیدونکي یې له ګڼو اندېښنو سره مخ دي، خو دا چې د دا ډول مرکزونو موندل به د امنیتي پیښو په مخنیوي کې څومره رول ولوبوي لا هم مالومه نه ده.