په امریکا کې د کورنۍ جګړې خبرداری

روهي(نۍ/۳۰ وږي)، په داسې حال کې چې په امریکا کې ټاکڼو ته لږې ورځې پاتې دي، د امریکا څارګرې ادارې یا اف، بي، ای په دې هېواد کې د احتمالي کورنۍ جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دوی وینا چې ولسمشر ټرمپ هره ورځ د راتلونکو ټاکڼو په تړاو اندېښمنونکي خبرې کوي او دا ددې احتمال زیاتوي، چې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي.
اف، بي، ای اندېښنه لري په داسې حال کې چې د امریکا اقتصادې وضعیت د خرابیدو په لور روان دی او د کرونا وبا تر ۲۰۰زره ډېر خلک مړه کړي، نو د کورنۍ جګړې په تړاو ګڼې اندېښنې موجودې دي.
اف، بي، ای داسې مهال په امریکا کې د کورنیو جګړو د احتمال خبر ورکوي چې له وړاندې په دې هېواد کې د توکم پالنې ضد لاریونونه روان دي؛ دوی وېره څرګندوي چې مخکې هم تاریخ ثابته کړې او د توکم پالنې ضد اعتراضونو پرمهال کورنۍ جګړې شوې دي.