د سربلونو نا سمه کارونه

ډېری لیکوالان د سربلونو په کارونه کې تېروتنه کوي او یو دبل پر ځای یې کاروي، چې د سربلونو ناسمه کارونه په متن کې مانیز بدلون پېښوي. د دې تېروتنو لامل ډېری وخت لهجه یا ګړدود ده. پښتو ژبه د بېلا بېلو لهجو لرونکې ده، چې هره لهجه یې ځان ته بېلا بېلې ځانګړنې لري. دا چې د پښتو ژبې د ځینو لهجو په ورځنۍ خبرو اترو کې سربلونه یو د بل پر ځای کارول کېږي دا ستونزه په ډېری لیکنو کې هم لیدل کېږي. 
( د) سربل د دغه سربل په کارونه کې ډېری  لیکوالان او ژورنالیستان تېروتنه کوي. دا سربل د  (له، په، تر) او... سربلونو پر ځای کاروي. په داسې حال کې چې دا سربل ډېری وخت د اضافت او ملکیت دنده لري، د نورو سربلونو پر ځای د دې سربل کارول یوه لویه تېروتنه ده. 

( د) د (له) پر ځای کارول: 
د کوره راغلم. (ناسم) 
له کوره راغلم (سم) 
د بللو پرته نا بللي هم راغلي وه.( ناسم)
له بللو پرته بللي هم راغلی وه. (سم ) 
دې  ته ورته ډېرې بېلګې دي چې په پښتو لیکنو کې لیدل کېږي، چې لیکوالانو او ژورنالیستانو د دې سربلونو په کارونه کې تېروتنه کړې او د (له ) پر ځای یې (د) کارولی. دا تېروتنه په پښتو ژبه کې خورا ډېره ده چې په مانا کې  لوی بدلون پېښوي. لکه دا بېلګه: 
تل به دې ساتم د پردو وطنه!

د دې مانا اوس دا شوه،چې د پردیو وطنه زه به دې ساتم. په داسې حال کې چې د لیکوال اصلي مطلب دا دی، چې زما وطنه له پردو به ددې ساتم او داجمله باید په دې ډول ولیکل شي. تل به دې ساتم له پردو وطنه! چې په دې ځای کې وینو چې د یوه سربل ناسمې کارونې ګردسره د جملې مانا ته بدلون ورکړی. 

( د) د ( په ) پر ځای کارول: دا تېروتنه تر ډېره لهجوي ده، چې په ډېری لیکنو کې لیدل کېږي. 

لکه دا بېلګې: 
د پښتو ژبه کې واولونه (ناسم) 
په پښتو ژبه کې واولونه (سم) 
د احمد پسې خلک ګرځي (نا سم) 
په احمد پسې خلک ګرځي ( سم) 

دا هغه تېروتنې دي، چې په ځینې لیکنو کې لیدل کېږي او ځینې لیکوالان د دې سربلونو په کارونه کې تېروتنه کوي. چې دا ډول نا سمه کارونه مانیز بدلون پېښوي. ځکه (د) ډېر وخت د دا ضافت او ملکیت دنده لري. 
( د) د تر پر ځای کارول: ډېری لیکوالان او ژورنالیستان د (تر) پر ځای (د) کاروي. لکه دا بېلګې: 

افغانستان د ځمکې لاندې لویې زیرمې لري. (ناسم)
افغاننستان تر څمکې لاندې لویې زیرمې لري( سم) 
د میز لاندې کتاب دی. ( ناسم) 
تر میز لاندې کتاب دی. ( سم) 

چې په ډېرو لیکنو کې دا ډول تېروتنې لیدل کېږی. د سربلونو په کارونه کې نورې تېروتنې هم شته، خو دا ډول تېروتنې ځکه ډېرې مهمې دي او باید په لیکنه کې ورته متوجه اوسو، چې ( د ) ډېر وخت د اضافت او ملکیت دنده لري او د اضافت توری دی او د سربلونو پر ځای یې کارول لوی مانیز بدلون پېښوي. نو هر لیکوال باید په خپله لیکنه کې د دې سربلونو سمې کارونې ته پاملرنه وکړي. 
​​​​