ولسمشر ټرمپ: طالبان ډېر سخت، هوهښيار او تېز خلک دي 

روهي (نۍ/۲۹ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبريالانو سره په تازه خبرو کې ويلي  دي چې طالبان ډېر هوښيار دي، خو بيا هم دوی له روانې ۱۹ کلنې جګړې ستړې شوي دي. 

ټرمپ د طالبانو په ستانيه کې ويلي چې طالبان ډېر سخت، ډېر هوهښيار او ډېر تېز خلک دی. د متحدو ايالتو ولسمشر اعتراف کړی دی چې له طالبانو سره د دوی معامله ښه روانه ده. 

رويټرز د ولسمشر ټرمپ دغه خبرې د جمعې ورځې له يوې رسنيزې ناستې راخېستې دي، چې ټرمپ په کې له خبريالانو سره غږېدلی. 

د يادونې ده چې د همدې  کال په فېبروۍ مياشت کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون وشو چې په پايله کې به يې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.