ملګرو ملتونه يې ملاتړ او هرکلی کوي؛ افغانان دوحه کې سولې ته سره ځان رسوي 

روهي (نۍ/۲۹ د وږي)، د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرو هرکلی او ملاتړ کړی دی. 

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې د افغانستان پر خپلواکۍ، ځنکمۍ بشپړتيا او د افغانانو ترمنځ پر يووالي ټېنګار شوی دی. 

د طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "تلپاتې سوله یوازې د افغانانو په مشرۍ د یو هراړخیز بهیر له لارې ترلاسه کیدلی شي، چې موخه ترې د دوامداره او هر اړخیز اوربند ترلاسه کول او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هراړخیزه سیاسي هوکړه ده."

د سولې بين الافغاني خبرې تېره اوونۍ کې دوحه کې پيل شوې دي، خو تر اوسه کومې څرګندې پايلې ته نه دي رسېدلې.