کلني عوايد يې ۱۲۵ مېلېونه افغاني دي؛ هلمند کې پر ۲۵۰ جرېبه ځمکه د خرما ونې کېنول شوې 

روهي (نۍ/۲۹ د وږي)، د هلمند ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې په دغه ولايت کې پر ۲۵۰ جرېبه ځمکه د خرما ونې کېنول شوې دي. 

د ياد رياست په وينا چې بزګران له هر يو جريب ځمکې څخه په کلني ډول پنځه سوه زره افغانۍ عوايد يې لري چې ټول - ټال د کال ۱۲۵ مېلېونه افغانۍ کيږي. 

د هلمند ولايت د کرنې رئيس زلمی الکو رسنيو ته ويلي  دي چې د خرما ونې لوړ عوايد لري او په مقابل کې يې خرڅ کم دی او د خرما ونې کمو اوبو ته اړتيا لري. 

د هلمند ځيني ځوانان هم له دغه کر - کيلې خوښ دي او زياتوي چې په دې سره لسګونه ځوانانو ته د کار زېمنه هم برابره شوې ده.