ډونالډ ټرمپ وایي طالبان ښه خلک دي؛ دوی ورسره ښې اړیکې لري

وهي(نۍ/۳۰وږي)، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي که چیرې ځینې شیان ترسره شي نو امریکايي سرتیري به له افغانستانه ووځي.

هغه په ​​سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې به د متحده ایالاتو سرتیرو شمېر ډیر ژر له څلور زرو راکم کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر طالبان محتاط بللي؛ خو هغه وویل چې له نولسو کلونو وروسته، طالبان له جګړې ستړي شوي او متحده ایالات له دوی سره ښې اړیکې لري.

ډونلډ ټرمپ ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې پولیس نه دي او پخپله افغانان باید په خپل هیواد کې د پولیسو کار ترسره کړي.