مخالفتونه نن پای ته راسیږي؛ افغان مرکچي پلاوی ډاډمن دی

روهي(شنبه/۳۰ وږي)، له یوې اونۍ خبرو اترو تیریدو وروسته نن تمه ده، چې د بین الافغاني مذاکراتو پر دوام مخالفتونه یوې خوا ته شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د جمعې ورځې دمې وروسته به شنبه د دواړو خواو ترمنځ د یو ګډ لید لوري د رامنځته کیده او مخالفتونو د منځه تلو لپاره بحثونه کیږي؛ ترڅو د کړنلارې پر سر خبرې وروستۍ شي.

د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو چې ویل کیږي لا هم په ځینو مسایلو هوکړه نه ده شوې، په قطر کې د افغان مرکچي پلاوي غړي فوزیه کوفي وایي، په تېرو څو ورځو کې دواړو لوریو په کاري اوصولو بحثونه کړې، چې په ډیری برخو کې دا مسئله وروستۍ شوې ده.

د مذاکراتو په روان بهیر کې چې لا هم جګړه روانه ده، افغان حکومت په یو ټاکلي اوربند ټینګار کوي؛ خو طالبانو لا هم د افغان حکومت یاد شرط نه دی منلی.

په داسې حال کې چې نړیوالو هم په دواړو غاړو غږ کړی ترڅو د خبرو پرمهال جګړه ودوري او خبرو ته په یوه سولیز فضا کې دوام ورکړي؛ چې تازه پرون د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل هرکلی وکړ او د افغانانو ترمنځ ملي یوالي ډاډ ورکړ.