عبدالله عبدالله د بین الافغاني مذاکراتو د بریا خبر ورکړ

روهي(جمعه/۲۹ وږي)، له هغه وروسته چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پیل غونډه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله سولیزو خبرو د خلکو پام ځان ته اړولی و تازه نن جمعه د ( وږي په ۲۹مه) عبدالله د بین الافغاني خبرو د بري خبر ورکړ.


عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې د برهان الدین رباني د نهم تلین په مراسمو کې خبرې کولې، ډاډ ورکړ چې د خبرو لومړی پړاو هیله بښوونکی دی؛ نوموړی زیاتوي چې دواړه خواوې پایلو ته راسیدلي او ژر ده چې په افغانستان کې د یو تل پاتې آمن شاهدان واوسو.


مراسمو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپلو خبرو کې په یوې ملي روغې جوړې ټینګار وکړ؛ ده له طالبانو وغوښتل چې جګړه دې بس کړي او د یو ګډ ملي سیاست لپاره دې هیواد ته راستانه شي.


د هېواد ګڼو سیاستوالو چې په غونډه کې یې برخه درلوده د روانو بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ، او له ښکېلو اړخونو یې لومړی غوښتنه دا وه چې د خبرو پر دوام دې لومړی اوربند وکړي؛ څو په هېواد کې روانه ورور وژنه پای ومومي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200918_195549_469.sdoc-->