د افغان ميرمنو مبارزې پايله ورکړه؛ د ولسمشر په فرمان د مور نوم د پلار ترڅنګ لېکل کېږي.

روهي ( جمعه/ وږي ۲۹مه)، د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن جمعه د وږي په ۲۹مه په تازه ټویټ کې لیکلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس، به له دې وروسته به په پېژندپاڼو کې د مور نوم هم د ټولو مشخصاتو ترڅنګ لیکل کیږي.


صدیقي وای "د نفوس احوال ثبتولو قانون په ځینو مادو کې زیاتوالی او تعدیل چې مخکې کابینې تصویب کړی و، اوس ولسمشر غني توشیح کړي".


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بریښنایي پېژندپاڼو وېش سره سم یو شمېر مدني فعالانو په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکلو غوښتنه وکړه؛ نو د ولسمشر غني د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د (وږي په ۱۰مه) کابینې په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل او نفوس احوال ثبتولو قانون کې د تعدیل طرحه تائید کړه.

په افغانستان کې د بریښنایي پېژندپاڼو پر سر ګڼ اختلافات موجود دي؛ چې تازه یې په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکلو اړه هم بېلابېل غبرګونونه راپورته شوې دي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200918_120550_615.sdoc-->