مرکچي پلاوی وایي د اوربند په سر موافقې ته نږدې شوې یو


د افغانستان مرکچي پلاوی طالبانو سره په خبرو کې اوربند ته هیله من دی؛ ددې پلاوي ویاند نادر نادري وایي طالبانو سره د اوربند په سر موافقې ته هیله من دي خو په اړه یې ډېر جزئیات نه ورکړل.
 

په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په دوام پرون شپه تر ناوخته د کړنلارې په سر خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې؛ خو نادري تېره ورځ هم هیله څرګنده کړې وه چې د اختلاف موراد ډېر نه دي او ژر به په وروستیو دوو مسایلو هم هوکړه وشي.


په داسې حال کې چې ویل کیږي، نن جمعه به د دواړو خواو ترمنځ مذاکرات له یوې ورځې ځنډ وروسته سبا شنبه بېرته پیل شي.


د وږي په ۲۲مه د بین الافغاني مذاکراتو د رسمي مراسمو له پیل وروسته د دواړو خواو د تماس ډلې په هڅه کې دي ترڅو د یوې کړنلارې او اوصولو په تړاو موافقې ته سره ورسیږي.


د افغان مرکچي پلاوي غړي میرمن حبیبه سرابي وایي، چې پر مسایلو له توافق وروسته به دواړه غاړې د غونډو د مهال وېش او اجنډا پر سر بحث کوي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200918_102516_697.sdoc-->