د پښتو ژبې علمي زده کړه؛ د پښتو ژبه کې سربلونه زده کړئ


سربلونه چې په دري ژبه کې ورته پیشوند یا پیشینه وایي، هغه نا خپلواک او نه ګردانېدونکي مورفیمونه دي چې، په جملو او فقرو کې تر یو نوم او نومځري دمخه راځي او د نوم او نومځري حالت او دریځ روښانه کوي.

سربلونه تل ګرامري مانا لري، په ځانګړي ډول کومه مانا نه لري او د خپلواکو مورفیمونو د یو ځای کېدو له مخې روانی مانا جوړوي. په ځانګړي ډول سربل نه تصریفېږي بلکې هغه نوم یا نومځری چې ترې وروسته راخي تصریفېږي.

د پښتو ژبې ډېر کاریدونکي وستربلونه دا دي: په، پر، تر، له، و او ...

ددې سربلونو په کارونه کې ډېری کسان تېروتنه کوي او پر ځای یې نه کاروي. که چېرې دا سربلونه په جمله یا فقره کې پر ځای و نه کارول شي او یو د بل پر ځای یې و کاروو، مانیز بدلون پېښوي او په ژبه کې د ګډووډۍ لامل کېږي. اړینه ده چې په لیکنه کې ددې سربلونو کارونې ته پاملرنه و کړو او هر سربل پر خپل ځای و کاروو.

۱ـ د ( په او پر) سربل ډېری خلک ددې دوه سربلونو په کارونه کې تېروتنه کوي او یو د بل پر ځای یې کاروي. دا دوه سربلونه جلا ماناوې لري او د کارونې جلا ځایونه او ځانګړنې. چې په دې بېلګه کې به د دواړو توپیر روښانه کړو.
په پښتو ژبه لیکل کوم.
پر پښتو ژبه لیکل کوم. 
دا دوه جملې جلا جلا ماناوې لري. چې د لومړۍ جملې مطلب دی، چې زما لیکل په پښتو ژبه دي او په دویمه جمله کې مطلب دا دی، چې د پښتو ژبې په اړه څه لیکم. چې دواړه جملې سره جلا ماناوې لري. که چېرې دا سربلونه یو د بل پر ځای و کارول شي لوی مانیز بدلون پېښوي.

دا دوه سربلونه په جمله کې د ورستربل له مخې توپیر ولا ی شو. د په سربل ورستربلونه عبارت دي له ( کې، پسې، پورې او سره) څخه چې ډېری وخت (په )سربل په جمله کې له دې ورستر بلونو سره راځي.  دا سربل تر ډېره پورې په جمله کې د یوه نوم ظرفیتي حالت څرګندوي. په ځینې وختونو کې له (پورې) ورستربل سره تړاو او پیوستون څرګندوي. له ( سره ) ورستربل سره د دې سربل کارول د الې حالت ښیي او له (پسې) ورستربل سره یې راتلل پر له پسې والی څرګندوي. چې له هر سربل سره به یې د کارونې موارد په لاندې دول وړاندې کړو.
( په ) له (کې ) وستربل سره
په کور کې یم. په پوهنتون کې یم. چې په دې ځای کې لیدل کېږي چې  (په) د ظرفي حالت څرګندونه کوي.

( په) له ( پورې ورستربل سره
په تا پورې خاندي. چې دلته ( په ) له پورې سره یو تړاو او پیوستون ښیي.
( په) له (پسې) ورستربل سره
په موټر پسې روان وه. له دې ورستربل سره یې کارونه پرله پسې والی څرګندوي.
(په) له (سره) ورستربل سره
په خندا سره یې وویل چې له دې ورستربل سره د (په) سربل د الې حالت را ښیي. خو سره ورستربل ډېر کله په جمله کې لویږي. لکه : همدا جمله ډېر ځلې داسې ویل کېږي. په خندا یې وویل. په داسې حالت کې باید پام وکړو چې ورستربل غورځېدلی او که نه دی غورځېدلی.

(پر ) سربل دې سربل ته باندینی یا استعلایي سربل هم وایي.  دا سربل ډېری وخت د  ( باندې ) له ورستربل سره کاریږي، نو ځکه باندیني ورستربل ورته وایي. لکه : پر بام باندې، پر میز باندې او ...  دا سربل همدا یو ورستربل لري، چې دا هم ډېری وخت لویږي.
په پایله کې د دې دوه سربلونو د تو پیر په اړه دومره ویلا شو، چې دا دواړه  سربلونه د ورستربلونو له مخې پېژندل کېږي.( پر) یوازې یو ورستربل لري او هغه هم ډېری وخت لویږي او د ( په) ورستربلونو کې یوازې (سره ) ورستربل دی، چې ډېری وخت لویږي. د ورستربل په نه شتون کې باید دې ته پام وکړوو چې په دې ځای کې د (سره) ورستربل کارول کېږي او که د (باندې) ورستربل بیا له ورستربل سره سم هغه سربل وکاروو.

                                          اخځونه
۱ـ چمتو، محمد قسیم. ( ۱۳۹۶. ل) تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
۲ـ محبوب، محبوب شااه. ( ۱۳۹۶.ل) پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه
۳ـ وحیدي، اسدالله. ( ۱۳۹۷.ل) لکچر نوټ. کابل پوهنتون: پښتو څانګه<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200917_143528_634.sdocx-->