د ایران خبرداری؛ بحرین او متحده عربي امارات به د هر څه مسؤل خپله وي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي له اسرائیلو سره د متحده عربي اماراتو او بحرین اړیکو عادي کیدل به دواړو هېوادو ته سخت تمام شي.

حسن روحاني وروسته له هغه دې دوو ګاونډیو ته خبرداری ورکوي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د بحرین او متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شتون کې په خپلو منځونو کې د دیپلوماتیکو اړیکو تړونونه لاسلیک کړل.

ایران اسرائیل ته د خپل سرسخته دوښمن په سترګه ګوري چې د بحرین او متحده عربي اماراتو دا چاره یې د سیمې د امنیت او مقرارتو خلاف عمل بللی دی.

ددې تړون پرمهال د بحرین او متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو د یو فلسطیني دولت په جوړیدو هم ټینګار کړی دی؛ بلخوا امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، ددې تړونونو سره به په منځني ختیځ کې له څو لسیزو جګړو او اختلافاتو وروسته به د یوې نوي پیلامې شاهدان واوسو.

د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه اي سلاکار علي اکبر ولایتي هم وایي د فارس خلیج یو شمیر هیوادونه د امریکا او اسرائیلو د ملاتړ لپاره بې منعی هیلو سره ځانونه د دوی تر اغېز لاندې راولي؛ خو دده په خبره چې ددې هر څه بیه به پرې کړي.