هندي دیپلومات د افغان سولې په اړه اندېښنه لري


روهي ( پنځه نۍ/ ۲۷ وږي) د هند پخوانی دیپلومات کنوال سیبل وایي، هند په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او دغه راز د پاکستان له اقداماتو اندېښنه لري.

دده په خبره طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي او دا به ددې سبب شي ترڅو د هند او پاکستان کشمکش کې طالبان د هند په وړاندې د لمسون سبب وګرځي.

نوموړی اندېښنه لري چې طالبان به په خپلو ژمنو عمل ونه کړي او شاید دې هېواد کې له اقلیتونو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي.

کنوال زیاتوي چې که طالبان په افغانستان کې د سوله یزې لارې حضور پیدا کړي دا به د سیمې لپاره د پرمختګ زیری وي؛ خو که په زور واک ته راسیږي یا هم جګړه داوم پیدا کوي نو د سیمې هېوادونو لپاره به د خطر زنګ او ژور منفي اقتصادي اغېز ولري.