د حکومت او طالبانو خبرو کې دوه جنجالي مسایل

د افغان دولت مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وایي په طرزالعمل د کې ګڼو مواردو ترڅنګ چې د دواړو خواو لخوا پرې هوکړه شوی لا هم ځیني اختلافي مسایل شته، چې د کړنلاره د وروستی کېدو مخه یې نیولې ده. 

نادري وایي هیله لري چې ژر پاتې دوه مواردو باندې هم توافق وشي خو په اړه يې ډېر جزيئات نه دې ورکړي؛ اخوا د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق وایي په طرزالعمل له موافقې وروسته به دواړه ټیمونه د بین الافغاني مذاکراتو یو بل پړاو ته داخلیږي.

وثیق زیاتوي چې د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ په مېکانیزم هم خبرې شوې خو تر اوسه نهایي شوي نه دي، دده په خبره د مسایلو له نهایي کیدو سره سم په اجنډا خبرې کیږي او په هغو موضوعاتو به بحث کیږي چې په اجنډا کې ونیول شي.

په داسې حال کې چې لومړیو کې تمه وه څو د دوشنبې په ورځ په طرزالعمل موافقه وشي خو نادري وایي هڅه روانه ده ترڅو د مذاکراتو د ښه پر مخ وړلو لپاره لومړی په طرزالعمل کې ټول مسایل شامل شي.

د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو چې په دوحه کې روان دی لا هم مالومه نه ده چې تر کومه به دوام پیدا کړي؛ خو راپورنه وایي چې د خبرو دوهم پړاو به په ډېر احتمال یو بل هېواد ناروې کې ترسره کیږي.