راووځه

راووځه له تيارونه، درڼالوري ته راشه
څيري توري شپي كړه، دسبالوري ته راشه
مات كړه ځنځيرونه ددي وخت درواجونو
پريږده رقيب شاته ،ته زمالوري ته راشه
تورداغ دزماني له خپل كوراوكلي لركړه
ويښ كړه غورځنګونه، دويښتيالوري ته راشه
چوپتياپه توردرياب كې ډوبيدل او وركيدل دي
چيغه شه څپوكې ،دغوغالوري ته راشه
داژوندبه عبث نه وي،دمردانوقافلوكې
په مرګ هم پدي لاره، دليلالوري ته راشه
منم چې ستاخوښيږي سيم اوزرددي جهان
آشنالږدعلمونو،ددنيالوري ته راشه
اسدڅه پروانكړي ستادمال اوحسابونو
په ننګ دخپل وطن ، دريښتيالوري ته راشه