د۱۵ اوبو لګولو بندونو اوزېرمو د طرحې، ډيزاین او جوړولو په ګډون ۴۲ تدارکاتي موارد منظور شول  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
 

په دې غونډه کې، د ورکړې، فسخې او تعدیل او د لارښوونو او یادښتونو د غوښتنې په ګډون پر۴۸ تدارکاتي مواردو د بحث په پایله کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند د افغانستان په مختلفو برخو کې د ۱۵ اوبو لګولو بندونو او زېرمو د طرحې، ډیزاین او جوړولو په ګډون ۴۲ موارد منظور شول.
 

د افغانستان برښنا شرکت اړوند په هرات ولایت کې پُل هاشمي سب سټېشن ته د نورالجهاد ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي د لېږد تهیې، تدارک، ډيزاین، نصب، ازموینې او ترسره کولو تړون غوښتنه او د عامې روغتیا وزارت اړوند د توبرکلوز ملي برنامې اړتیا وړ جین اکسپرټ ماشینونو د ۵۰ زره کارټریج پروژې قرارداد د لا زیاتو ارزونو په موخه بېرته ور وګرځول شول.  
 

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د لارښوونو، یادښتونو او د مختلفو تدارکاتي موضوعاتو له هغې ډلې د هغو شرکتونو د پیسو د ورکړې په تړاوو چې د کابینې د پرېکړې پر اساس یې د ولسي جرګې د قانون د تطبیق د څارنې او مرکزي تفتیش کمېسیون ورکړه ودرولې، لازم تصمیمونه ونیول او اړوندو بنسټونو ته یې لارښوونه وکړه.
 

په همدې ترتیب د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې، د افغانستان بانک اړوند د ۳۸۰ میلیونه نویو بانکنوټونو د چاپ پروژې د قرارداد د مودې غځولو په ګډون د یو شمېر نورو تړونونو غځولو او د سالنګ تونل او لویې لارې د مطالعاتو او ډيزاین پروژې د وخت تمدید، منظور کړل.
 

په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.