د کابل بازانو کرکټ لوبډلې د افغانستان د شپږیزې لیګ پایلوبه وګټله 

 دغې لوبډلې د مس عینک اتلانو ته ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.  

 د مس عینک لوبډلې ټول لوبغاړي  په وروستۍ اوور کې وسوځېدل او ۱۲۹ امتیازونه یې ترلاسه کړل.  
  
د شپږو لوبډلو ترمنځ دغه لوبې چې د سېپټېمبر پر ۶ پیل شوې، نن د کابل بازانو په بریالیتوب پای ته ورسېدې. 

د کابل بازان لوبدله مخکې پایلوبې ته وتلې وه، خو مس عینک پرون په درېیمه نیمه پایلوبه کې بند امیر ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه.