شاعر د شاعر په توګه

شاعر يوازې شاعر نه دی ، خو کله چې د ادب په هېنداره کې د ده څېره ګورو ، نو هلته د ده شخصيت له شعر سره پيوستون لري . شاعر پېژندنه د شعر پېژندنې په شان نه ده ، خو د دواړو تر منځ خليج نشته ، کله چې شاعر د ( فنا فی الشعر ) مقام ته ورسيږي ، هلته شعر او شاعر سره يو شي ، د شعر پېژندنې او شاعر پېژندنې توپيرونه له منځه ولاړ شي.
څوک چې غواړي شاعر ته مستقل شخصيت ورکړي ، نو له ځانه ورته افسانه جوړوي او يا د شاعر د ژوند هغه څنګونه مطالعه کوي ، چې غير شاعرانه دي . د شاعر پېژندنې مضمون د ليکوال له هدف څخه رنګ اخلي. په حقيقت کې د شاعر شخصيت د دې لپاره څېړل کيږي ، چې د هغه شعر ښه وپېژندل شي . په دې صورت کې ، یعنې د شاعر د ژوند تر څېړلو وروسته ، اسطورې او سمبولونه روح پيدا کوي ، يو حرکت يا يو شی تمثيلوي ، يوه عاطفي او هنري تجربه او پېښه بيانوي ، او د ظواهرو تر شا مستتر باطني حالات له تيارې څخه رڼا ته راوزي .
لېکن ټول ( شاعران) شاعران نه دي ، ځيني له وزن او قافيې څخه يو اسکلېټ تياروي ، ځيني بدن انځوروي ، ځيني انځور په حرکت راولي او ځيني همدغه حرکت ته معنا او مفهوم وراغوندي او د همېشه توب ټاپه ورباندې لګوي . په دې ترڅ کې د دغو شاعرانو ډلې ته يو مست لېونی شاعر ورګډيږي ، هغوی ټول په جذبه راولي ، طغيان ته يې لمسوي ، لېونی شاعر د ويلو لپاره څه لري ، خو د ده خبرې عادي نه دي ، خوږې دي ، خو بې مفهومه غوندې ښکاري .
هوښياران شاعران غواړي هغه تجريد کړي ، ځکه چې هغه ( د ورځې په نرخ ډوډۍ نه خوري ) د رسم او رواج چوکاټ ماتوي او د عصيان جنډه پورته کوي .
که ټاکل شوې وي ، چې د شاعر په فکري مکتب باندې قضاوت وشي ، نو شاعر بايد د خپلو مجموعو په مجموع کې ولټول شي . شاعر د ساينس پوه او يا فيلسوف په شان واقعيتونه په مېتوديک او سېستماتيک ډول نه بيانوي . ( تضاد ) د شعر صنعت دی او شاعر کله کله د طنز په ژبه منفي ته مثبت وايي . شاعر مبالغه کوي ، فانتېزي وايي ، له اسطورو او سمبولونو سره سروکار لري .
شعر د تخيل او عاطفې بچی دی ، خو ساينس ډېر سختګير دی . په ساينس کې مبالغه او متضادې خبرې د يوه تيسس اعتبار او صحت ته زيان رسوي ، هنر په ښکلا او عواطفو پسې ګرځي او ساينس د طبيعت قوانين پلټي . يوه مفکوره هغه شعر ته لار پيدا کوي ، چې شاعرانه شوې وي . کېدای شي شعر افسانه وي ، فانتېزي وي ، خو هر څه چې وي بايد ښکلی او هنري وي . د شعر الفاظ چارج شوې وي ، په داسې حال کې چې د ساينس الفاظ يو بې طرفه مدلول په نښه کوي .
لېکن موږ د شاعر په باره کې خبرې کولې او هغه هم د دې لپاره ، چې دی شعر وايي . کېدای شي چې شاعر له خپل شعر نه پردی وي . کېدای شي چې شاعر له خپل ځان نه هم پردی وي . د ښه شاعر معنا دا نه ده ، چې خبرې يې علمي يا ګټورې وي ، بلکې ښه شاعر هغه دی چې خبرې يې خوندورې وي . ټول خوندور شيان حتمي نه ده ، چې ګټه ولري . شعر زيان رسولی شي ، لېکن شعر هنر دی او هنر لکه ساينس يو حياتي ضرورت دی . هنر له واقعيت سره دومره اړه نه لري ، لکه څومره چې يې له ارزښت سره لري . بې هنره ژوند بې خونده او بې ارزښته دی .
زه فکر کوم متعهد نقادان به د دې ببولالو په لوستلو ډېر زيات پړسېدلي وي . البته موږ هغه شاعران نه شو هېرولای ، چې د متعهدو شاعرانو په نامه ياديږي . که د هغوی شعرونه په هنري لحاظ کمزوري او نيمګړي هم وي ، ډېره پروا نه کوي ، ځکه چې شعر د هغوی لپاره يوه وسيله ده .
د ( متعهد ) شاعر اصطلاح د سياست بازانو دلاس اله ګرځېدلې ده . هغوی غواړي له شاعر نه ( پنډک بردار ) جوړ کړي ، د يوه ګوند يا يوې فرقې طرم ترې جوړ کړي . سره شیطان د ( تعهد ) له اصطلاح څخه متروکه جوړه کړې وه ، چې د شاعرانو د کنټرول لپاره به يې ترې کار اخېست . يوازې دا نه ، بلکې ( متعهد شاعر ) مکلف و ، چې له پلان سره سم په اوونۍ کې يو دوه شعرونه جوړ کړي او هغه هم بايد د ورځني مصلحت تابع وي . کېدای شي هر ګوند او هره فرقه له ځانه سره متعهد شاعران هم ولري ، لېکن رښتونی او اصيل شاعر د ټول بشريت سره تړون او مينه لري .
هغه له صوفي سره دومره توپير لري ، چې صوفي دنيا پرېږدي او زموږ شاعر يې تر خپلې وسې نه پرېږدي ، ددې لپاره يې نه پرېږدي ، چې هغه د ټولو لپاره ښکلی کړي .
ښايي شاعر ونه شي کولی ، چې دنيا ښکلي کړي ، خو هغه کولی شي دنيا ښکلې وبرېښوي او څوک ، چې دنيا د ده په شعر کې ګوري هغه د اوسېدو وړوګني . شاعر موږ ته وايي :
ژوند په کولو ارزېږي ، د افق ښکلا ، د سپوږمۍ پلوشې ، د وږمې نوازش ، د ګلانو عطر ، د رباب نغمې ، د آبشارزمزمې ، د مينې جادو ، د صراحي قلقل، د بلبلانو سندرې او په سلګونو پديدې زموږ ژوند ښکلی کولی شي .
شعر له ښکلا او عاطفې پرته نور څه لري ؟ هېڅ . آيا همدغه کفايت نه کوي ؟