د پښتنې نجلۍ فریاد


پښتو یوه لنډۍ ده، چې د پښتنې پیغلې له له خوا ویل شوې ده؛ چې دا لنډۍ د نجونو د ژوند د حالاتو بیانوونکې ده. هغه لنډۍ داسې ده.

چې ډوډۍ خورم دادا قاریږي   
        چې روپۍ شړنګ کړي دادا شین له خندا شینه

په دې لنډۍ کې یو لوی مفهوم پروت ده، چې یوې پښتنې پیغلې د خپل ژوند دردونه او کړاوونه په کې بیان کړي دي. پښتانه له پخوا نه تر اوسه پورې لور ته د اولاد په سترګه نه بلکې د یو جسم په سترګه ګوري او پلوري یي.

پښتنو لا هم د جهالت د دورې دودونه او رواجونه ژوندي ساتلي. کله چې د یو پښتون په کور کې لور و زیږي دوی ته دا یو ننګ او عار ښکاري او په لور باندې شرمیږي. ټول پښتانه نه خو اکثریت پښتانه لا هم د لور درلودل ځان ته یو شرم ګڼي. له ماشومتوبه تر پیغلتوبه نه لور ته هغه مینه ورکول کېږي،کومه مینه چې زوی ته ورکوي او نه هغه روزنه. د لور زده کړه او تعلیم خو بېخي لویه ګناه ورته ښکاري. کله چې یوه نجلۍ پیغله شي، هغه داسې یو چاته واده کوي، چې دوی ته ډېرې پیسې ورکړي. دې ته نه ګووري چې دا ښه انسان دی بد دی، ځوان دی، سپین ږیری دی. دا پوښتنه له نجلۍ څخه څوک نه کوي، چې ایا ستا خوښه ده او که نه خپله لورد یوه جسم یا یوه حیوان په څېر پلوري. هغه لورګانې یي هم له ماشومتوبه داسې روزلي، چې هغوی هم له شرم او ډاره څه نه شي ویلای او په پټه خوله دا هر څه زغمي. دا لنډۍ د پښتنو نجونو ددې مظلومیت بې چاره ګۍ او ناچارۍ تصویر وړاندې کوي. هغه درد او کړاوونه چې زموږ په ټولنه کې له ماشومتوبه تتر پیغلتوبه په یوې نجلۍ راځي دا لڼډۍ د هغه درد تصویر وړاندې کوي. له دې سربېره د یوه پلار د بې انصافۍ او ظلم تصویر هم وړاندې کوي، چې له خپل اولاد سره یې کوي.

زموږ شفاهي ادبیات د ښځو د ریښتیني احساس هینداره ده. په شفاهي ادبیاتو کې ښځو خپل احساس او درد په ریښتیني او ازادانه ډول بیان کړی دی. چې د شفاهي ادبیاتو له ډلې څخه ډېری لنډۍ د ښځو له خوا ویل شوي او د خپل ژوند کړاوونه او نا خوالې یې په یوه لنډۍ کې بیان کړي دي.

ډېری پښتنې ښځې او پیغلې لا هم له دا ډول ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګریوان دي، خو څوک نشته چې دوی د خپل زړه درد ورته بیان کړي او دوی له دا ډول ستونزو څخه و ژغوري. نه هم څوک شته چې په دوی کې دا د جهالت د دورې رواجونو ته د پای ټکی کښېږدي. موږ خو ټول ځانونه مسلمان ګڼو او مسلمانان یو خو کارونه مو له اسلام څخه مخکې دورې سره تړاو لري. تر کله به موږ دا د جهالت د دورې کارونه کوو، باید نور دا ناوړه دودونه په خپل کور او ټولنه کې له منځه یوسو او د له منځه وړلو له پاره یې مبارزه وکړو. تر څو نه یوه نجلۍ د یوه جنس یا یو حیوان پ څېر و پلورل شي او نه هم یو پلار د خپلې لور پلورنکی وګرځي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200916_091454_500.sdocx-->