بي واكه واكدارته

ژوندون به موداستاله لاسه، خوارتركله وي؟
په كوركې به موجوړشوراوچغار،تركله وي؟
حالاتودى دركړى تاته تخت، ماته تابوت
زموږپه وينومست به ستاښامار،تركله وي
داجوړي غرغري دي نسكوريږي اوكه نه
ځوانان ددي وطن به سرپه دارتركله وي؟
پيغورداستاداوښكوهندوكش اوخېبراوري
آشنا دبې واكۍ به دي دربارتركله وي؟
هرڅوك تاته ګواښيږي عجيبه داستاخانې ده
پرتخت دننګيالوبه ژوندپه ډارتركله وي؟
وهې مې پرهرمخ ماتوي مې پښي لاسونه
دا زغم زماپه زړه كې به ايسارتركله وي؟
اسدميوند