د دويم مرستيال په دفتر کې له هزراه ګانو پرته بل څوګ نه تر سترګو کيږي؛ دانش له قومي، ژبنی او مذهبي تعصب سر ټکوي

روهي (دوه نۍ/۲۴ د وږي)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي چې افغانسان کې شته قومي، ژبنی، مذهبي او جنسي تعصب هېواد کې د ميلي يووالي د جوړښت پر وړاندې خنډ جوړ شوی دی. 

نوموړي  نيوکه کوي چې د حکومت په يو شمېر ادارو کې وړتيا او استعداد په پام کې نه نېوول کيږي او د قومي، ژبنيی او مذهبي تعصب پر بنسټ ټاکنې تر سره کيږي. 

دانش دا ډول ستونزې د اړوند ادارې ستونزه بولي او زياتوي چې بايد د دغه ډول ستونزو پړه د حکومت په مشرتابه وانه چول شي. 

نوموړي دا ادعا هم کړې ده چې ټولنيز عدالت او قانون تر پښو لاندې کيږي او حق د حق وړ ته نه رسيږي. 

د ولسمشر دويم مرستيال په داسې وخت کې دا نيوکې او څرګندونې کوي، چې د نوموړي د دفتر په اړه ويل کيږي چې د هزاره ګانو پرته بل کوم کس په کې په دنده نه دی ګمارلی شوی او د ولسمشر د دويم مرستيال دفتر د هزاره ګانو اکثريت ځای دی چې دولتي دندې  يې په کې خپلې کړې دي.