
روهي (دوه نۍ/۲۴ د وږي)، په دې وروستيو وختونو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد او پاکستاني صادراتو کې ۴۳،۶ سلنه کموالی راغلی دی.
همدا ډول پاکستان ته د افغاني توکو لېږد کم شوی دی. افغان چارواکي وايي چې پاکستان ته د افغاني صادراتو کچه ۵۷ سلنه را ټېټه شوې ده.
پاکستان هم د افغانستان په شمول د نړۍ له هېوادونو سره د خپلې سوداګرۍ د کموالي ويلي دي او لامل يې کرونا ويروس په ګوته کړی دی چې د نړۍ له يو شمېر هېوادونو کې سره يې پولې تړل شوې او يا هم هوايي کرښې بند شوې دي.