
روهي (دوه ني/۲۴ د وږي)، د افغان روغې جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان حکومت مشرانو ته ويلي چې د بين الافغاني خبرو په لړ کې به شپږ مياشتنی اوربند کيږي.
يو شمېر رسنيو د افغان حکومت دننه د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې خليلزاد ويلي دي، چې د بين الافغاني خبرو په پيل سره به شپږ مياشتنی اوربند رامنځ ته شي.
که څه هم اوربند د افغان حکومت د لومړينو شرطونه څخه دی خو تر اوسه د اوربند په اړه افغان حکومت او طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.