پخوانی ولسمشر کرزی: هېڅ داسې څه نه منم چې د ښځو د زده کړو او لاس ته راوړنو سره ټکر رامنځ ته کړي

روهي (دوه نۍ/۲۴ د وږي)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړی دی چې د سولې خبرو کې داسې معاملې ورته د منلو نه دي، چې د ښځو زده کړو او لاس ته راوړنو مخه ونېسي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ټوېټر لیکلي دي، "مونږ هېڅ داسې حرکت نه منو چې د ښځو د زده کړو سره په تضاد کې وي؛ د سياست او سوداګرۍ برخه کې د ميرمنو لاس ته راوړنې بېرته شاته کړي."

له دې وړاندې حامد کرزي دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تحريک د سولې پيليزې ناستې هرکلی کړی وو. نومړي افغانستان کې د تل پاتې سولې او بهرنيانو د لاس وهنو د بندېدو هيله ښوودلې وه‌.

ټاکل شوې د حکومت او طالبانو د اړيکو ډلې به نن سره ناسته وکړي. طالبانو د اووه زره طالب بنديانو خوشي کول او افغانستان کې د يو اسلامي حکومت جوړېدل د اجنډا د بحث مسايل ټاکلي دي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200914_095648_062.sdoc-->