د افغانانو خبرې د امریکایانو تر خبرو باید آسانه وي

الحمدلله، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې د (سنبلې ۲۲، ۱۳۹۹)، چې د ۲۰۲۰ میلادی کال د سپتمبر له ۱۲ نېټې سره سمون خوري، پرانستل شوې. دا هغه ورځ ده، چې ټول په اسلام او وطن مین افغانان، ددغې ورځې لپاره سترګې په لاره وو. الله(ج) دې، د دوی ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

ددغه لیکنې عنوان، شاید ډېرو افغانانو ته، د منلو وړ نه وي، او دوی تر یوه حده ملامت هم نه دي. ځکه چې دوی په افغانستان کې دومره ناخوالۍ لیدلې دي، چې اوس حتٰی پخپل ځان هم اعتبار نشي کولای!

د یادونې وړ ده، چې زه د خپلې لیکنې د عنوان د تاىٔید په هکله، دوه مهم محوري ټکي، چې هغه اسلامیت، او افغانیت دی، د لازمي شرط، او معیار په توګه په نظر کې نیسم.
الحمدلله! دواړه طرفه، خپل ځانونه، مسلمان، او افغان بولي. اګر چې ځینو د افغان له کلمې سره له ډېر پخواه، په ډاګه مخالفت اعلان کړی دی.

زه غواړم، چې د پورتني شرط او معیار په نظر کې نیولو سره، خپل نظر په لاندې توګه بیان کړم.

که خدای مکړه، کوم طرف خپل ځان، مسلمان، او افغان نه ګڼي، نو بیا زما لیکنه، او نظر، دوی ته متوجه نه دی.


الف: د امریکا سره خبرې!
د امریکایانو په خبرو کي، نه د دوی دین یو و، او نه یې ملک یو و. البته، امریکایانو، د خپل ملک ګټې، او طالبانو وروڼو د خپل ملک ګټې په نظر کې نیولې وې. یوه طرف افغانستان اشغال کړی و، او بل طرف یې بشپړه آزادي غوښتله، او پدې خاطر یې د یوه کال څخه زیات وخت ونیوه.

ب: د افغانانو تر منځ خبرې!
۱ - د دواړو دین او ملک باید یو وي، او دواړه خواوې، د یوه واحد ملک په هکله خبرې کوي.

۲ - دواړو طرفو ته، باید د یوه واحد افغانستان بشپړه آزادي، او سوکالي مهمه او سره کرښه وي. دواړه طرفه باید، د خارجي قواوو، په وتلو کې هېڅ اختلاف ونلري. هغه طرف، چې تر اوسه یې دغه فکر کاوه، چې بهرنۍ قواوې، د افغانستان د آبادۍ، دپاره راغلې وې، باید اوس پوه شوي وي، چې هېڅکله بهرنیان، د افغانستان د خدمت دپاره نه وو، راغلي، او دوی د خپلو ګټو دپاره راغلي وو، او بس.

۳ -  دواړه طرفه باید د حقیقي اسلامي نظام، د جوړولو دپاره، هلې ځلې وکړي. البته، ددغه اسلامي نظام، د بشپړ صحیح تطبیق، په هکله هم یو او بل ته، د زړه له کومي اطمنان ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې د یوه مسلمان دپاره، باید اسلامي نظام، تر هر بل نظام، د منلو وړ وي. دغه اسلامي نظام یوازې په نامه اسلامي نظام نه، بلکې په ریښتیا اسلامي نظام وي. نو پدې خاطر، د اسلامي نظام په جوړولو، او د هغو په عملي کولو کې هم، باید دواړه طرفه هېڅ اختلاف ونلري.

۴ - دواړه طرفه باید، د غلا، رشوت، غصب، اداري فساد، بې حیاىٔۍ، تعصب، بې عدالتۍ، او بې انصافۍ مخه ونیسي. نو دغه ټکي هم باید ددوی د اختلاف سبب ونه ګرځي.

۵ - دواړو طرفو ته، باید د افغانستان ګټې، مهمې وي، او دوی دواړه طرفه، باید ملي ګټې تر شخصي ګټو، پورته وګڼي. ملي ګټې، باید د دوی ترمنځ شریکې وي، او باید پدغه هکله هم باید کوم اختلاف وجود ونلري.

۶ - باید دواړه طرفه، د خپلو خلکو، امنیت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د ټولو افغانانو عزت، غیرت، مال، او ژوند پکې تضمین شي. دا هم باید ددوی د اختلاف سبب ونه ګرځي.
۷ - دواړه طرفه باید دغه د زړه له کومي ومني، چې په ریښتیا سره، هغه حقوق چې ښځو ته په اسلام کې ورکړل شوي دي، هغه په بل هېڅ نظام کې ندي ورکړل شوي. که خدای مکړه، کوم طرف بل شانته فکر کوي، نو هغه طرف بیا د اسلام له سپېڅلي دین سره مشکل لري.
د یادولو وړ ده، چې دواړه طرفه په ریښتیا سره، هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي دي، هغه باید پوره ورکړي. یا په بل عبارت، د اسلامي نظام د عملي کولو هوډ، په ریښتیا سره پرځای شي.

۸ - دواړه طرفه باید ومني، چې هغه حقوق چې اسلام، یوه انسان ته ورکړيدي، په هغو کې هېڅ کمی نه لیدل کیږي. یعنې په اسلام کې د هرچا حقوق تعین شوي دي. د مثال په توګه، د پلار، مور، خور، ورور، زوی، لور، ښځې، خپلوانو، همسایګانو، هم وطنوالو، او غیر مسلمانو، حقوق په څرګنده توګه تعین شويدي. یوازې خبره یوځل بیا د اسلامي نظام درست عملي کول دي، او بس.

۹ - د تعلیم او تربیې په هکله هم، باید دواړه طرفه دا ومني، چې د اسلام مقدس دین خپلو پیروانو ته په ښکاره توګه، د تعلیم په هکله رهنماىٔي، او توصیه کوي. اسلام خپل پیروان، ژور تدبر، او ژورې څېړنې ته تشویقوي، چې په اوسنۍ زمانه کې هغې ته ریسرچ واىٔي. یا په بل عبارت، اسلام د یوه الٰهي دین په حیث، خپل پیروان زده کړې ته هڅوي.

نو هېڅ مسلمان باید، داسې فکر ته اجازه ورنکړي، چې خدای ناخواسته، اسلام د تعلیم مخنیوی کوي.

همدارنګه، د اسلام مقدس دین، د ښځو د تعلیم مخالفت هېڅکله هم ندی کړی. یوازینی شرط یې دادی، چې هغه د اسلام په رڼا کې ترسره شي، او بس.

نو لدې کبله، د ښځو تعلیم د اسلام په رڼا کې هم، باید ددوی د اختلاف سبب ونګرځي.
هېره د نه وي، چې الحمدلله، په اوسني وخت کې ډېرې مسلمانې تعلیم یافته ښځې، په اسلامي حجاب کې، په هرځای کې ترسترګو کیږي.
۱۰ - د بیان آزادي، او د وګړو آزادي هم، په اسلامي نظام کې، په ښه واضح ډول ذکر شوېده. البته، ددغې آزادۍ حدود هم، په ښکاره توګه تعین شویدي. د یوه انسان شخصي حریم ته زیات درناوی شویدی.
هغه آزادي به هېڅ روغ انسان ته د منلو وړ نه وي، چې په هغه کې د یوه انسان، عزت، وینه، مال، او ژوند خوندي نه وي. نو دواړه طرفه باید پدې هکله هم، اختلاف ونلري.
او داسې نور زیات مثالونه…

د پام وړ ټکي:
که څوک خپل ځان، مسلمان ګڼي، نو هغه باید د اسلام د مقدس دین سره، د زړه له کومي مینه ولري، او د اسلامي نظام په راوستلو، باید ډېر خوشحاله شي.

یوازې خبره داده، چې باید اسلامي نظام، په اصلي بڼه عملي شي، او بس.
همدارنګه، هغه څوک چې خپل ځان، افغان بولي، هغه باید، د افغانستان په بشپړه آزادۍ، او سوکالۍ، د زړه له کومي خوشحالي څرګنده کړي.

له دواړو طرفونو څخه هیله کیږي، چې د اسلام او افغانستان ګټې په سمه توګه په نظر کې وساتي، او د یوه متحد اسلامي افغانستان دپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.

همدارنګه، له ټولو افغانانو څخه هیله کیږي، چې د دواړو طرفو خبرو ته ښه غوږ ونیسي، او خپلو ځانونو ته سلامت او ملامت معلوم کړي.

که خدای مکړه، کوم طرف په ښکاره توګه، د اسلام او افغانستان، په خلاف کار کوي، نو دغه خاموش اکثریت باید، نور د خاموشۍ له کپسوله، را بهر شي، او په ښکاره توګه، د هغه طرف ملاتړي وکړي، چې هغه اسلام، او افغانستان ته وفادار دی؛ او ټول په اسلام او وطن مین افغانان باید نور د اسلام تر واحد بیرغ لاندې، ټول سره یوځای شي، او دغه سوځونکي ناورین ته د پای ټکی کیږدي.

د ټولو افغانانو دپاره لازمه ده، چې د اسلام‌ په رڼا کې یو او بل ته، د حقیقي ورورۍ لاسونه ورکړي، او د خپل ملک د بشپړې خپلواکۍ، او د اسلامي نظام د منځ ته راوړلو، او د هغه د بشپړ عملي کولو دپاره هلې ځلې جاري وساتي.

الله(ج) دې، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.

په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې، د افغانانو تر منځ، هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.