د لوړو زده کړو د ښاغلي وزیر صاحب د پام وړ! -دویمه برخه

ګرانه او قدرمنه وزیر صاحب!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې روغ او جوړ وې.
غواړم، چې په دویمه برخه کې لاندې ټکي د ستاسې قدرمن حضور ته وړاندې کړم.

۷- د انګلستان په پوهنتونو کې د کلني امتحان د سوالونو جوړول ډېر وخت نيسي، او هغه څو مرحلې لري چې په لاندې ډول سره وړاندې کيږي:

الف - د امتحان په پارچه کې شاګردانو ته لازمه رهنمایي، او تعين شوی وخت په واضح توګه ليکل کيږي. د مضمون استاد د سوالونو بشپړ حل هم ترتيب کوي، او بیا هغه يوه بل هم مسلکي استاد ته د کتنې، او هراړخيزه نظر د څرګندولو دپاره ورکوي.
کله چې دواړه استادان موافقې ته سره ورسېدل، نو بيا سوالونه د امتحان شعبې ته ليږل کيږي. 

ب - د امتحان شعبه، دغه سوالونه بیا د امتحان کميټې ته ليږي، ترڅو هغه ته يوځل بيا هراړخيزه کتنه وشي.  د امتحان کميټه دغه سوالونه، او حل ئې بیا لږ تر لږه دوه نورو پوهنتونو ته ليږي. د نورو پوهنتونو استادان، یعنې خارجي استادان، هغه په ډېر غور او دقت سره ګوري، او خپل نظرونه په لیکلي توګه وړاندې کوي. د خارجي استادانو نظر ډېر مهم دی، او هغه ته پوهنتون ډېر اهميت ورکوي۰ د خارجی استادانو سپارښتنې، يا بايد ومنل شي، او يا هغوی ته ښه د قناعت وړ ځواب ورکړل شي.

ج - کله چې د خارجي استادانو قناعت حاصل شو، بیا د مضمون استاد هغه يوځل بيا په ډېر غور سره ګوري، او هغه امضاء کوي، او بيا د امتحان د پاره چاپ کيږي.

د یادونې وړ ده، چې د تکراري سوالونو څخه ډه ډه وشي، او سوالونه بايد تشريحي، او تحليلي، برخې ولري۰ همدارنګه په ټولو مرحلو کې د استادانو ترمنځ باید سل په سلو کې د پوره اعتماد فضاء موجوده وي، او هم د سوالونو د پوره ساتنې شرايط برابر وي. 

۸- د انګلستان د پوهنتونو فارغان خپلې شهادتنامې په شانداره مراسمو کې ترلاسه کوي، او د دغه شهادتنامو په آساس، هغوی ته د نورو لوړو زده کړو، او کارونو زمینه برابریږي.

د یادونې وړ ده، چې په انګلستان کې پنځه ډوله شهادتنامې وجود لري.
الف - لومړۍ درجه (First Class):

دغه شهادتنامه د لېسانس په سطحه تر ټولو لوړه درجه شهادتنامه ده. کله چې یو شاګرد، دغه شهادتنامه ترلاسه کړي، نو هغه ته دنورو لوړو زده کړو، او مسلکې کار زمینه په ډېره آسانۍ سره پیدا کیږي.

ب - دویمه درجه ( Upper 2nd):
دغه هم ښه عالي شهادتنامه ده، او لرونکي ته یې د مسلکي کار، او لوړو زده کړو امکانات ډېر زیات دي.

ج - درېیمه درجه (2-2):
هغه فارغان چې دغه شهادتنامه واخلي، نو هغوی ته بیا لږ په سختۍ د خپل مسلک وظیفه پیدا کیږي، او هم د نورو لوړو زده کړو امکانات لږ ورته کم وي.

د - څلورمه درجه (3rd Class):
د دغې شهادتنامې فارغان، په آسانۍ سره مسلکي دنده نشي پیداکولای.

ھ - پنځمه درجه (Pass):
د دغې درجې فارغان، د خپل مسلک برابره، وظیفه نشي پیداکولای، او هم د دوی پر مخ د نورو لوړو زده کړو دروازه هم تقریباً بنده ده.

د یادونې وړ ده، چې دغه ټکي ته باید ډېر زیات اهمیت ورنکړل شي، چې فلاني په خارج کې لوړې زده کړې، کړېدي. البته، دغه ډېره مهمه ده، چې دوی کومه درجه شهادتنامه اخستې ده. افغانان باید نور پدې ونه غولېږي، چې فلاني په خارج کې درس ویلی، او د نورو حق تر پښو لاندې شي.

همدارنګه، د پوهنتون د استادۍ لپاره یوازې د لومړۍ، او دویمې درجې شهادتنامې په نظر کې ونیول شي.

د دې له کبله چې لیکنه ډېره اوږده نشي، نور ټکي به ان شاءالله د دې لیکنې په نورو برخو کې وړاندې شي.

په پای کې، غواړم چې دغه مهم ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې تر کومه پورې به مونږه، د نورو لاسته راوړنې خپلو خلکو ته بیانوو؟ کاشکي، دغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راشي، چې نور خلک، زمونږه افغانانو لاسته راوړنې، نورو ته بیان کړي.

الله(ج) د، ددغه وطن په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، تضمین کړای شي. آمین یارب العالمین

همدارنګه، زه یو ځل بیا دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العٰلمین.
والسلام. نور بیا…