اجـــــــــرونه(دويمه برخه)

(۶) څاښت د لمونځ کولو څه اجر دی؟
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دٍي: «ُيصْبِحُ عَلَى كُلِّ سُلامَى مِنْ أَحَدِكُمْ صَدَقَةٌ, فَكُلُّ تَسْبِيحَةٍ صَدَقَةٌ, وَكُلُّ تَهْلِيلَةٍ صَدَقَةٌ, وَكُلُّ تَكْبِيرَةٌ صَدَقَةٌ،  وَأَمْرٌ بِالْمَعْرُوفِ صَدَقَةٌ, وَنَهْيٌ عَنْ المُنْكَرٍ صَدَقَةٌ, وَيجْزِي مِنْ ذَلِكَ رَكْعَتَانِ تَرْكَعُهُمَا مِنَ الضُّحَى».

ژباړه: د سبا په راتلو سره د تاسې څخه هرتن د بدن په هر غړي باندې صدقه کول لازمې دې، هر ځل تسبیح(سبحان الله)ویل صدقه ده، او هر ځل تهلیل(لاإله إلا الله) ویل صدقه ده، او هر ځل الله اکبر ویل صدقه ده، هم دا راز په نیکیو امرکول او له بدیو منع کول صدقه ده، خو له دې ټولو څخه د څاښت دوه رکعته لمونځ کول بسنه(پوره کېږي) کوي.
(۷) د هغه چا لپاره چې الله جل جلاله د یادولو په خاطر د خپل لمانځه په ځای کې ناست وي څه اجر دی؟

  نبی صلی الله علیه وسلم فرمایي:« «الْمَلاَئِكَةُ تُصَلِّي عَلَى أَحَدِكُمْ مَا دَامَ فِي مُصَلاَّهُ الَّذِي صَلَّى فِيهِ، مَا لَمْ يُحْدِثْ، أَوْ يَقُمْ, اللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ، اللَّهُمَّ ارْحَمْهُ،لا يَزَالُ أَحَدُكُمْ فِي صَلاةٍ مَا كَانَتِ الصَّلاةُ تَحْبِسُهُ، لا يَمْنَعُهُ أَنْ يَنْقَلِبَ إِلَى أَهْلِهِ، إِلا الصَّلاةَ».

ژباړه: له تاسې څخه د یو چا لپاره ملائکې تر هغه وخت پورې د رحمت سوال کوي چې تر څو پورې د خپل لمانځه په ځای کې ناست وي تر څو چې بې اودسه شوی نه وي او له خپل ځای پاڅیدلی نه وي، او هغوی وایي: ای الله ته ورته بښنه وکړي او ته پرې رحم وکړي، تر هغه وخت پورې له تاسې څخه یو تن په لمانځه کې دی چې ترڅو یې لمونځ یې ایساروي، کورته له ستنیدو یې له مانځه پرته بل څه نه منع کوي.
 
(۸) د ماخوستن او سحر لمونځ  په جمع سره د اداء کولو
څه اجر دی؟

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ، فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ، فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ».
ژباړه: څوک چې د ماخوستن لمونځ په جمعه سره وکړي ګویا کې دې انسان نیمه شپه عبادت وکړ، او څوک چې د سحر لمونځ په جمعه سره وکړي ګویا کې دې انسان ټوله شپه عبادت وکړ.

(۹)  د هغه چا لپاره چې د مؤکدو سنتو ساتنه کوي
څه اجر دی؟
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:«مَنْ صَلَّى فِي يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ رَكْعَةً بُنِيَ لَهُ بَيْتٌ فِي الْجَنَّةِ: أَرْبَعًا قَبْلَ الظُّهْرِ، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَهَا، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الْمَغْرِبِ، وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الْعِشَاءِ، وَرَكْعَتَيْنِ قَبْلَ صَلاةِ الْفَجْر».ِ

ژباړه:څوک چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته سنت لمونځ وکړي، نو الله تعالی به ورله په جنت کې کور جوړ کړی» څلور رکعته د ماسپښین لمانځه نه مخکې او دوه ترې وروسته، دوه رکعته د ماښام لمانځه نه وروسته، دوه رکعته د ماخوستن لمانځه نه وروسته او دوه رکعته د سحر لمانځه نه مخکې.

(۱۰) د هغه چا لپاره چې په جنجال او ټوکو کې دروغ پریږدي او خپل اخلاق ښه کړي څه اجر دی؟

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَنَا زَعِيمٌ بِبَيْتٍ فِي رَبَضِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْمِرَاءَ وَإِنْ كَانَ مُحِقًّا، وَبِبَيْتٍ فِي وَسَطِ الْجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ الْكَذِبَ وَإِنْ كَانَ مَازِحًا، وَبِبَيْتٍ فِي أَعْلَى الْجَنَّةِ لِمَنْ حَسُنَ خُلُقُهُ».

ژباړه: زه د جنت په غاړه کې د هغه چا لپاره د کور زمه وار یم چې جنجال پریږدي  که په حقه هم وي، او د جنت په مینځ کې هغه چا لپاره د کور زمه وار یم چې دروغ پریږدي کې په ټوکو کې ول نه وي، او همدا رنګه د جنت په لوړه برخه کې د هغه چا لپاره د کور زمه وار یم چې خپل اخلاق ښه کړي.
دوام لري...