(۱۱) د هغه چا لپاره چې څلویښت ورځې په جمعې سره لمونځ وکړي او تکبیر تحریمه(اولنۍ تکبیر) رانیسي څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«مَنْ صَلَّى لِلَّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا فِي جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبِيرَةَ الأُولَى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ».
ژباړه:څوک چې الله جل جلاله د رضایت لپاره څلویښت ورځې په جمعې سره لمونځ وکړي، حال دا چې تکبیر تحریمه رانیسي، د ده لپاره به دوه قسمه نجات ولیکل شي: جهنم د اور څخه نجات او بل د منافقت نه خلاصي.
(۱۲) په جمع باندې د فرضي لمونځ کولو څه اجر دی؟
نبی صلی الله علیه وسلم فرمايي: «صَلاةُ الْجَمَاعَةِ تَفْضُلُ صَلاةَ الْفَذِّ بِسَبْعٍ وَعِشْرِينَ دَرَجَةً».
ژباړه: د جمعې سره لمونځ کول په ځانله لمونځ کولو باندې یو په اوه ویشتو درجو غوره دی.
(۱۳) جنازې د لمونځ کولو او بیا مړی د خښولو
څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ شَهِدَ الجَنَازَةَ حَتَّى يُصَلِّيَ، فَلَهُ قِيرَاطٌ، وَمَنْ شَهِدَ حَتَّى تُدْفَنَ كَانَ لَهُ قِيرَاطَانِ»، قِيلَ: وَمَا القِيرَاطَانِ؟ قَالَ: «مِثْلُ الجَبَلَيْنِ العَظِيمَيْنِ».
ژباړه:«څوک چې د جنازې لمانځه ته حاضر شو نو د هغه لپاره د یو قیراط په اندازه ثواب دی، او څوک چې جنازې ته حاضر شو تر دی چې مړی دفن شي نو د هغه لپاره دوه قیراطه اجر دی، چا وپوښتل چې قیراط څه شی دی؟ هغه وویل: د دو لویو غرونو په څیر».
(۱۴) د "رَضِيتُ بِاللُّهِ رَباً، وَبالإسْلاَم دِيناً، وَبمُحَمدٍ نَبياً" د ویلو
څه اجر دی؟
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: « مَنْ قَالَ: رَضِيتُ بِاللُّهِ رَباً، وَبالإسْلاَم دِيناً، وَبمُحَمدٍ -صلى الله عليه وسلم- نَبياً، وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ».
ژباړه: چا چې وویل: راضی یم چې الله جل جلاله مې رب دی، اسلام مې دین دی او محمد صلی الله علیه وسلم می نبي دی، د هغه لپاره جنت واجب شو.
(۱۵) د هغه چا لپاره چې د الله جل جلاله نه ریښتنی شهادت غواړي.
څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ سَأَلَ اللَّهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ، بَلَّغَهُ اللَّهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ».
ژباړه:«څوک چې الله تعالی نه په په ریښتنی د شهادت سوال وکړی الله جل جلاله به یې د شهیدانو مقام ته ورسوی اګر که پخپله بستره کې هم مړ شي».
يادونه: پورتني حديثونه ټول صحيح دي
وروستي