ولسمشر غني د ولسي او مشرانو جرګې رئیسانو سره وکتل

روهي (يوه نۍ/۲۳ د وږي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې له رئیس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره جلا، جلا  په ارګ کې وکتل.

په دې کتنو کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول او مقام، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا د هر اړخیز ملاتړ او له ملي شورا سره د سکتوري وزارتونو د همکاریو پر زیاتېدو بحث او خبرې وشوې.

د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رئیسانو له ملي شورا سره د حکومت د همغږۍ زیاتوالي لپاره د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او وې ویل، ملي شورا د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوي.