
روهي (يوه نۍ/۲۳ د وږي)، د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاو څخه دوه اته - اته کسيزې ډلې جوړې شوې دي چې د سولې خبرو لپاره به اجنډا جوړه کړي.
د افغان حکومت د سولې له مرکچي پلاوی اته کسان؛ ضرار احمد مقبل، نادر نادري، فوزیه کوفي، خالد نور، مولوي بلیغ او معصوم ستانکزی په دغه اته کسيز ډله ې شامل شي دي.
همدا ډول د طالبانو د مرکچي پلاوي څخه هم اته کسان ټاکل شوي دي چې د بين الافغاني خبرو د اجنډا لپاره به د حکومت له پلاوي سره خبرې وکړي.