د حکومت د مرکچي پلاوي دوه غړې دوحې ته نه دي لاړ او کابل کې دي؛ خو ولې؟

روهي (یوه نۍ/۲۳ د وږي)، د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي دوه غړي چې په نوملړ کې نومونه شته دي خو دوحې ته د سولې خبرې پيليزې ناستې ته نه دي ورغلي.


د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړی غیرت بهیر او فاطمه ګيلاني کابل کې دي او د سولې خبرو ته نه دي تللي.

فاطمه ګيلاني د خپل نه تګ لامل ناروغي ښوودلې خو بيا د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ويلي دي چې د غیرت بهیر نوم د ګوند د مشرتابه له مشورې پرته ذکر شوی او دوی ورته د تګ اجازه ورنه کړه.

د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي حفیظ الله نقي رسنیو ته ویلي دي چې د دوی ګوند د سولې مرکچي پلاوي له جوړښت سره مخالفت لري او نه يې مني‌.

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی چې ریاست يې محمد معصوم ستانکزي ته سپارل شوی؛ د عبدالله عبدالله په مشرۍ دوحې ته لاړ.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200913_185806_828.sdoc-->